په افغانستان کې د دوه زبرځواکونو ماته د امام خمیني (ره) د بیدارونکې مبارزې څخه اغېرمنه وه

کابل- ایرنا- د دیني چارو یو شمېر شنوونکی په دې باور دي، چې په افغانستان کې د دوه لویو زبرځواکونو ماتېدال د امام خمینی (ره) د بیدارونکې مبارزې څخه اغېزمنه وه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ نن د غبرګولي ۱۴ مه د ایران اسلامي انقلاب د ستر لارښود، د اسلامي نړۍ د لوی او اغېزمن شخصیت حضرت آیت الله سید روح الله موسوي خمیني (ره) د وفات د ۳۵ تلین سره برابره ده، د ۱۳۶۸ کال د غبرګولي ۱۴ مه د دغه فرزانه او حکیم الهي له کلونو کلونو د اسلامي انقلاب له رهبرۍ او په اسلامي نړۍ کې د استکبار پر ضد مبارزې ته د نوي ژوند له ورکولو وروسته بالاخره وفات شو.

د اسلامي نړۍ دغه مېړني د افغانستان په اړه څه نظر درلود؟ او د هغه افکارو، نظریاتو او مبارزو د افغانستان په جهاد او مجاهدینو څه اغیز کړی؟ پر دې پوښتنو مو د افغانستان له یو شمېر حقیقي او حقوقي شخصیتونو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د شیعه عالمانو او بانفوذه ټولنې مشر حجت الاسلام سید حسن فضل زاده نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه کابل کې د ایرنا خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل: د امام خمینی(ره) له مهمو ځانګړنو څخه یو، د هغه د استکبار ضد روحیه ده چې د اسلامي هېوادونو د عامه پوهاوي برخه ده.

فضل زاده زیاته کړه: په دې کې هېڅ شک نشته چې امام خمینی(ره) د اسلامی ټولنو د بیدارۍ، روښانتیا او د مستند اسلام په ژوندي کې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان د شعیه علماوو د ټولنې رییس څرګنده کړه: امام خمیني (ره) د افغانستان پر جهادي څېرو او خلکو پر جهاد ژور اغېر درلود او نوموړي د وخت زبرځواک (پخواني شوروي) ته پر افغانستان د یرغل له امله خبرداری ورکړی و چې د افغانستان لوی مسلمان ملت نه ماتېدونکی دی.

نوموړي په دې بیان سره چې امام خمیني د شوروي پر وړاندې د افغانستان د خلکو په جهاد کې مستقیم دخیل و زیاته کړه: د شوروي پر وړاندې د جهاد لومړنۍ فتوا امام خمیني (ره) او وروسته شهید صدر له نجف شریف څخه صادره کړه.
 
فضل زاده زیاته کړه: هغه استعماری پلانونه چې ټول اسلاميی هېوادنه یې نیولي وو، امام خمینی (رح) ته ډېر څرګند وو، ځکه چې ټول اسلامي واکمنان د استکبار او استعمار ګوډاګیان وو، خو امام راغۍ او پر اسلامي بیدارۍ سره یې د ایران لومړی شاه چې په سیمه کې د امریکايي ژندارم په نوم پیژندل کېده په نښه او نسکور کړ.

دغه دیني عالم په افغانستان کې د ختیځ او لوېدیځ د دوو زبرځواکونو (پخواني شوروي اتحاد او امریکا) ماتې ته په اشارې سره وویل: په افغانستان کې د دوو زبرځواکونو ماتې د امام خمیني (ره) له بیدارونکې مبارزې څخه اغېرمن وه.
د افغانستان د شعیه علماوو ټولنې مشر د فلسطین د روان وضعیت په اړه و ویل: د امام خمیني دا تعبیر چې اسرائیل په اسلامي نړۍ کې کې یوه سرطاني غوټه ده، ډېر پر ځای او جامع وو، اوس وینو چې دغه سراطاني غده له څو لسیزو وروسته څه کارونه کوي، او د دغه سراطاني غوټې ریښو د اعرابو په ټولنو او حاکمانو کې ریښې غځولې دي.

هغه څرګنده کړه: که عربي ټولنه په دغه سرطان اخته شوي نه دي، نو اوسنی حالت څه دی؟ په غزه کې د اسراییلو جنایتو ټولې نړۍ ته ټکان ورکړ، خو عربي ټولنې ټکان ونه خوړ، نړۍ ودرېده، امریکا، انګلستان او اروپا پخپله ودرېدل او حساس شول، خو عربي ټولنې راپورته نه شوه ولې؟ ځکه دوی په دې سرطان اخته دي، دوی د اسراییلو لپاره د ځمکې پل جوړ کړ.

د افغانستان د شیعه عالمانو او بانفوذه ټولنې مشر زیاته کړه: وروسته له دې چې حوثیانو او یمنیانو د اسرائیلو لپاره د اوبو لاره بنده کړه، ناروغه عربو ټولنې په خپله خوښه یو ځمکنی پل جوړ کړ، څو اسانتیاوې مجرم اسرائیلو ته ورسېږی.

د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره د امام خمیني (ره) تګلاره تعقیبول د اسرائیلو د تباهۍ ضمانت کوي

فضل زاده د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلامي ټولنو لپاره د امام خمیني (ره) فکر د فلسطین د اوسني وضعیت پای څه دی؟ هغه وویل: امام خمیني (ره) د اسلام د ستر مجاهد په شان په خدای او اسلامي وحدت باندې پوره باور درلود او د قرآن کریم له نظره یې په دې باور وو چې د الله ج له ارادې پرته به موږ ته هېڅ زیان نه رسېږي. 

هغه په دې خبرې سره چې د اسلامي دولت متحد کېدل د هغه پلان وو وویل: د امام خمینی (ره) په فکر کې د اسرائیلو د له منځه وړلو یواځینۍ لاره د اسلامي نړۍ متحد کېدل او په خدای ج توکل دی تر څو چې دغه دوه مهم شیان درک نه شي، د مسلمانانو په خلاف د اسرائیلو جنایتونه به دوام ولري.

د افغانستان د شیعه عالمانو او بانفوذه ټولنې مشر ټینګار وکړ چې د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره د امام خمینی (ره) د لارښوونو پیروي به په فلسطین کې د اسرائیلو د اوسني جنایت د ختمېدو او بالاخره د اسلامي ټولنې له وجوده د دغه سرطاني غوټط د له منځه وړلو ضمانت وکړي.

په ورته وخت کې د کابل د لوېدیځ امام جمعه حجت السلام محمد باقر دانش هم د ایرنا خبري آژانس له خبریال سره په خبرو کې و ویل:حضرت امام خمیني یو لوی شخصیت، یو وتلی سیاستوال، فيليسوف، د کلمې په رښتينې مانا ژور مفکر او عارف وو.

هغه زیاته کړه، امام خمیني (ره) مسلمانانو ته غزت، بیداري، وروروي او یو د بل منل ورزده کړل او د نړۍ کمزروي په ځانګړې توګه مسلمانان یې راویښ کړل.

د کابل په لوېدیځ کې امام جمعه وویل: د امام (ره) روح په حقیقت کې د استکبار په وړاندې روښانه دی او هېڅکله یې دا نه ده منلې چې اسلامي نړۍ او د نړۍ مظلومان د نړیوال استکبار تر تسلط لاندې وي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت ایت الله سید روح الله خمینی (ره) د ۱۲۸۱ کال د تلې په لومړۍ نیټه زېږېدلی او د ۱۳۶۸ کال د غبرګولي په ۱۴ مه نیټه وفات شوی دی.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .