AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴ ۱۹:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85498186
T T
۰ Persons

Tags

اندونیزیا د افغانستان د تعلیم تربیې او کانونو د استخراج برخو کې پانګونه کوي

کابل- ایرنا- د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال اعلان کړی دی، چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د پوهنې او کانونو د استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبر باڼه کې د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال او د دغه هېواد د سرې میاشتې او جوماتونو د اوسني مشر یوسف کالا او ورسره پلاوي سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې ښاغلي یوسف کالا په افغانستان کې د تر سره شویو کارونو او وروستیو برمختګونو څخه خوښي څرګنده او له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو د ډاډ تر څنګ و ویل چې دوی غواړي په بېلابېلو برخو له هغې جملې د پوهنې او کانونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت هراړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده.

 یوسف کالا دغه راز و ویل چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل هېواد ستونزې په داسې شکل حل کړې چې نورو هېوادونو ته یوه ښه بېلګه کېدای شي.

نوموړي د اندونیزیا د دولت له لوري افغان ځوانانو ته د تحصیلي فرصتونو د برابرولو خبر ورکړ ویې ویل، چې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات وړاندې کېږي خو دا له هغه حقیقت څخه چې موږ له نېږدې وکتل ډېر لري دي.

په ورته وخت کې عبدالحمیدالدین په افغانستان کې د رامنځته شویو مثبتو بدلونونو د ستاینې په ترڅ کې وویل، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې او د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکي یو او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړو.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرتاسري امنیت په تامین، د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال مخنیوی، د اداري فساد له منځه وړل، د ماشومانو او ښځو په ګډون په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولول د اوسني حکومت لاسته راوړنې یادې کړې. 

عبدالسلام حنفي د شهیدانو د یتیمانو او کونډو لپاره د کفالت عزم او له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه د پاسه دوه میلیونو شړل شویو افغان کډوالو مدیریت، لېږد او میشت کول د اسلامي امارت د نورو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل زیاته یې کړه، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې لویې او وړې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.

د ریاست الوزار اداري مرستیال څرګنده کړه: داسې کسان شته چې د افغانستان حقایق پټوي او نورو ته ناسم معلومات رسوي، خو د افغانستان اسلامي امارت د دې هېواد پرمختګ او پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې له ټولو امکاناتو څخه کار اخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اندونیزیا د پانګونې هرکلی وکړ ویې ویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اندونیزیا سره ښې اړیکې غواړي او د دغه هېواد سوداګرو او پانګوالو ته به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .