AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴ ۱۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85498085
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو سرپرست وايي، افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

کابل  کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال او د سرې میاشتې او د جوماتونو د شورا له رییس محمد یوسف کالا او ورسره ملګری پلاوی سره د دې وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې په دې کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او خلکو کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې او څېړنې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د اندونیزیا د نیک نیتي او بشري مرستو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه: د افغانستان او اندونیزیا د خلکو او حکومتونو متقابل دیني او کلتوري درناوي ته په پام سره، افغانستان غواړي له ورور هېواد اندونیزیا سره دوستانه اړیکې لا پیاوړې او پراختیا ومومي ورکړي.

 متقي همداراز وويل: په افغانستان کې له ۴۵ کلنې جګړې وروسته سوله رامنځته شوې او د انرژۍ، کانونو، کرنې، سړک جوړونې، صنعت او بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.

د متقي په وينا، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې د پراختيا په حال کې دي او تر دې دمه يې له ګاونډيو او سيمې سره ښې اړيکې ساتلې او د سوېل ختيځې اسيا له هېوادونو سره د اړيکو پراختيا ته لېواله دى.

نوموړی وايي، افغانستان د خپل ستراتېژيک موقعيت په پام کې نيولو سره د منځنۍ او سویلي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزيت لپاره اسانتياوې رامنځته کړې دي.

 د متقي د څرګندونو پر بنسټ، دوی اوس د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژې، ټاپي او افغان ټرانس په ګډون په مهمو سیمه ییزو اقتصادي پروژو کار کوي.

دی وايي، د افغانستان اسلامی امارت له داعش او نشه یی توکو سره په مبارزه کې بریالی دی او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوی چې هېڅ هېواد به افغانستان ته ګواښ ونه لري.

په ورته وخت کې د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال او د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا رییس محمد یوسف کالا هم په دې کتنه کې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت مثبت و ارزاوه ویې ویل، چې اندونیزیا غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي. 

نوموړي دغه راز وویل: اندونیزیا چمتو ده چې د روغتیا په برخو کې همکاري وکړي او د افغان ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو برابر کړي.

د يادونې وړ ده، چې د اندونيزيا د سرې مياشتې او جوماتونو د شورا مشر محمد يوسف کلا، د انونیزیا د قانون او بشري حقونو پخوانى وزير عبدالحميد العالدين او  د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو وزیر سعيد سديرمان د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته سفر کړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .