AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴ ۱۰:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85498014
T T
۰ Persons

Tags

د پکتیا په ډنډپټان کې یوه اندازه وسلې او نظامي تجهیزات کشف شوي 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د یوې اندازې وسلې او نظامي تجهیزانو د کشف خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ملي دفاع وزارت مسوولینو نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دویمې سرحدي لوا د اول کنډک منسوبینو د ګزمې پر مهال د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او تر لاسه کړي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دغه تجهیزاتو او مهماتو کې ۱۹ میله ام پور، ۲۱ عدده شاجورونه، ۴ تومانچې او یوه اندازه نور مهمات شامل دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .