AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۱:۵۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85495748
T T
۰ Persons

Tags

تر اوسه پورې له ۴ زره څخه زیات حاجیان له کندهار نه حج ته تللي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د حج، ارشاد او اوقاف وزارت له کندهار ولایت څخه د ۴ زره څخه زیاتو حاجیانو حج ته د لېږلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د حج، ارشاد او اقافو وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د کندهار له زون څخه تر اوسه پورې له ۴ زره زیات کسان د حج اداکولو لپاره سعودي عربستان ته لېږل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: نن ورځ دوه الوتنې چې ۲۳۰ او ۳۴۶ تنه حاجیان په کې د هلمند او کندهار ولایت له زون او هوايي ډکر څخه سعودي ته ولاړل.

د حج وزارت د معلوماتو پر اساس تر اوسه پورې د کندهار له زون څخه سعودي عربستان ته ۱۴ الوتنې شوې دی، چې په ټول ډول یې ۴ زره او ۱۴۲ تنه حاجیان له دغه زون څخه حرمین شریفین ته رسولي.

خبرپاڼې زياته کړې، له دريو زونونو څخه د جدې هوايي ډګر ته د الوتنو د مهال وېش له مخې هره ورځ د اريانا او کام هوايي شرکتونو له خوا د حج پروازونه ليږل کيږي.

د ایرنا د خبر له مخې د ابراهیمي حج په مراسمو کې به ۳۰ زره افغان حاجیان حج ته واستول شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .