AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۱:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85495620
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د بحران اصلي لامل د بهرنیانو مداخلې وې

کابل- ایرنا- د اقتصاد وزارت مسلکي معین وايي، په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان د بحران اصلي ستونزه د بهرنیانو مداخلې وې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره: د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د بهرنیانو د مداخلو برخه کې ډېر حساس دی او هېڅ بهرني هېواد ته په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د هغه په وینا، په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان د ناورین اصلي لامل همدا د بهرنیانو مداخلې وې.

د اقتصاد وزارت مرستیال همداراز وویل: هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړل شي چې په افغانستان کې نیابتي او جیو پولیټیکل جګړه پیل کړي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد د ډاکټر عبداللطيف نظري څرګندونې تاييد کړې او دغه څرګندونې يې کره او منطقي بللي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .