د ایران د ولسمشر د څرخکې پېښې د دویم راپور خپرول/ د ستونزې له امله د چاودنې رامنځ ته کېدل منتفي دي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دغه هېواد د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو د ابعادو او علتونو د څېړلو د عالي پلاوي د دویم راپور په خپرولو سره د الوت پر مهال او له غره سره د چورلکې د ټکر نه مخې چاودنې علتونه رد کړل. 

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دغه هېواد د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د غورځېدو د ابعادو او علتونو د څېړلو د عالي پلاوي دویم راپور چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه خپور کړ.

۱- د هوا پېژندنې ادارې څخه د ۱۴۰۳/۲/۳ د ترلاسه شوي راپور له مخې، اوسنۍ هوا او د تبریز هوایی ډګر وړاندوینه (اصل) څخه د الوتنې ګروپ لومړي او دوهم منزلونو (د اغبند پل او د قز قلعه سی بند) د سهار تر ۸:۵۰  بجو پورې د الوت له شرایطو او VFR له لید سره برابره او متناسب وو، خو د بېرته راستنیدو لاره د وروستیو اسنادو ترلاسه کولو او د نورو دوه چورلکو د پیلوټانو او مسافرینو بیانونو ترلاسه کولو وروسته نورو څیړنو ته اړتیا لري چې وروسته به اعلان شي. 

۲- د پېښې د چورلکې د ترمیم او ساتنې په اړه د اسنادو، ریکارډونو او اسنادو لویه برخه په دقت سره څیړل شوې او هېڅ ډول نیمګړتیاوې شتون نه لري چې د ترمیم او ساتنې په برخه کې په حادثه کې اغیزمن وي.

۳- له کتلو او محاسبې وروسته، د الوتنې په پیل کې د چورلکې د اعظمي معیاري وزن سره سم د مسافرینو او تجهیزاتو د شمېر له مخې د چورلکې ظرفیت او د الوتنې په پیل کې او کله چې له اصلي ځای څخه منزل ته د الوتنې په وخت د راستنېدو لاره د اجازې حد کې لیدل شوې.

۴- د الوتکې د پیلوټانو تر منځ د ثبت شویو خبرو اترو د تطبیق پر بنسټ، د چورلکې د پیلوټانو وروستی تماس چې حادثه یې درلوده، د حادثې او د هغوی د ځواب نه ورکولو تر وخته ۶۹ ثانیې وخت نیولی و او هېڅ ډول بیړني اعلان نه و ثبت شوی (په لومړي راپور کې اعلان شوی نږدې وخت (شاوخوا ۱:۵ دقیقې) د MIL- ۱۷چورکلې کې ثبت شوي ټیپ پلي کولو لخوا په ۶۹،۱۷ ثانیو کې تایید شوی.

۵- د چورلکې د پاتې شونو د نمونو اخیستو، ازموینو، د هغو پاشل کېدو او له اصلي بدنې څخه د جلا شویو ټوټو ته په پاملرنې سره د الوت په حالت د خبرابېدو او یا هم هغه مهال چې د لوړو لمنو سره ولګي د چاودنې رامنځ ته کېدو خبر منتفي دی.

۶- د ماموریت په موده کې او تر حادثې مخکې تر ۶۹ ثانیو پورې له نسکورې شوې چورلکې سره په ټاکلي فریکونسیو کې اړیکه ټینګه شوې وه او وروستی زنګ او پیغام یې د الوتکې د ډلې د قومندان (شاهد مصطفوي) له خوا شوی و، په سیسټم کې هر ډول ګډوډي د مخابراتو یا فریکونسۍ مداخله منتفي ده، (د یادولو وړ ده چې د نورو دوو چورلکو ترمنځ اړیکه د سون ګون د مسو په کان کې تر ښکته کیدو پورې دوام درلود).

7- د تخصصي کارپوهانو د راپور له مخې په رالوېدلې چورلکه کې د الکترونیکي جنګي کړنو نښې نه دي لیدل شوې، تر هغه چې د حادثې اصلي لامل ونه موندل شي، ازموینې او د معلوماتو تحلیل به دوام ومومي او پایلې به یې راپور شي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د غبرګولي په ۲۳مه د پنشنبې په شپه، د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې د لوېدو د ابعادو او لاملونو د څېړلو د عالي کمیسیون لومړنی ل راپور خپور کړ.

آیت الله سید ابراهیم رییسی خادم الرضا (ع) او د ایران اسلامی جمهوریت اتم ولسمشر د غوايي میاشتې په ۳۰ مه نیټه د یکشنبې په ماښام تبریز ته د «قز قلعی» بند د پرانیستلو له مراسمو څخه د راستنېدو په حال کې وو، چې د حضرت امام رؤف علی ابن موسی الرضا (ع) د ولادت په شپه د ختیځ آذربایجان ولایت په ورزغان سیمه کې په هوایی حادثه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .