کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د ورزش وزیر کیومرث هاشمي نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه و ویل: د شانګهای ورزش د وزیرانو په ناسته کې مو اعلان وکړ، چې د پاریس المپیک لوبو له پیل وړاندې باید د فلسطین د لوړغاړو د حضور په پار باید غزه کې اوربند وشي.
هاشمي زیاته کړه: په قزاقستان کې د شانګهای تړون د غړیو هېوادونو د وزرش وزیرانو په غونډه کې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او د بې وزله خلکو د وژلو په غندلو سره د ایران اسلامي جمهوریت د دریځونو ملاتړ اعلان کړ.
د پیغام پای/
Your Comment