AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹ ۱۸:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85493753
T T
۰ Persons

Tags

په رفح کې د صهیونیسټ رژیم جنایتو ته د امریکا غبرګون: موږ په افغانستان کې هم همدا کارونه کړي

کابل- ایرنا- د سپینې ماڼۍ ویاند په رفح ښار د فلسطیني بې ځایه شویو په کمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د هوايي برید په دفاع کې وویل: موږ په افغانستان کې هم دغه ډول بریدونه وکړل.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي په رفح ښار د فلسطيني بې ځايه شويو کسانو په کمپ باندې د صهيونېسټانو له برید وروسته چې په پایله کې يې په لسګونو ملکيان شهيدان شول، د نړۍ د قهر او غصې په باره کې د دغه بريد دفاع وکړه وې ويل امريکې پوځي هم په افغانستان او عراق کې دغه شان بریدونه کړي دي.

هغه څرګنده کړه: د بایډن حکومت په رفح باندې د صهیونیسټی رژیم د مرګونې او غمجنې هوایی برید د تحقیقاتو په لټه کې دی، خو په رفح کې وروستۍ مرګ ژوبله یو ستر ځمکنی عملیات او د واشنګټن له سرې کرښې څخه سرغړونه نه ګڼي، او په نتیجه کې یې د صهیونیسټی رژیم سره د امریکا د پوځي مرستو په پالیسي کې به هېڅ بدلون را نه شي.

کربي د دغه جنایت په دفاع کې وویل: موږ د عراق او افغانستان په څېر ځایونو کې هوايي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او له دغو بریدونو وروسته مو د اسرائیلو په بڼه ځواب ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي: موږ د بریدونو په اړه څېړنه کړې او هڅه مو کړې چې د بدلون لپاره ترې زده کړو.

د ایرنا د راپور له مخې، د امریکا له خوا د افغانستان په ۲۰ کلن اشغال کې له ۱۸۹ زرو څخه زیات افغانان د امریکایانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .