کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د «راتلونکې دوحه ۳ او له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالي» په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت د علمي بحث غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
په دغه ناسته کې د د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي وویل، د دې لړۍ په دویمه غونډه کې هم د امارت د شرایطو د نه پوره کېدو له امله له ژور غور وروسته د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون پکې بېګټې وبلل شو.
ښاغلي جلالي همداراز وویل، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي.
هغه په دې بیان سره چې د دوحې فارمټ په درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه به وروسته کېږې و ویل: د لومړۍ او دویمې غونډې په پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل ترڅو په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.
ذاکر جلالي وویل، په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت استازي به په اصلي بحثونو کې ګډون کوي.
د هغه په وینا، دا ځل د دوحې ۳ غونډې په اجنډا کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي چې د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، دخصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل تشکیلوي.
نوموړي څرګنده کړه، د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي چې د غونډې د اجنډا په اړه اساسي ستونزه نه وي، مګر امارت منتظر دی چې ملګرو ملتونو د غونډې وروستي جزییات شریک کړي ترڅو یې په رڼا کې امارت پرېکړه وکړي.
په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو - دیپلوماتانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل او پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه وکړل.
د ایرنا د خبر له مخې ټاکل شوې ده د دوحې دریمه غونډه یوه میاشت وروسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازیو په شتون او د ملګرو ملتو په کوربه توب جوړه شي.
د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د لوېدیځ او سرپرست دولت تر منځ د تفاهم چوکاټونه لرې دي.
د پیغام پای/
Your Comment