AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹ ۱۱:۳۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85493124
T T
۰ Persons

Tags

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ سره د دغه وزارت د ګډې ناستې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دي، چې د کډوالو چارو وزارت او  ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر منځ په کابل کې ګډه ناسته وشوه.

خبرپاڼې زیاته کړې: په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د عملياتي چارو مرستيال صابر محمد ابراهيم، د حقوقي چارو مرستيالې آغلې والیري سوبو دووا، د بيړنيو حالاتو سلاکار جيلواس نيکالا موسو، د يادو تفاهماتو د چارو سلاکارې مېرمن سيلين شميت او کريستوف پورټمن برخه لرله. 

په دې کتنه کې دواړو لورو د داخلي بې ځایه شویو د شمېر او د روان کال لپاره د دغه کمېسیون د فعالیتونو د همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په دې ناسته کې زیاته کړه: ټول کارونه باید په ګډه ترسره شي، د کډوالو موضوع د وزارت او کمېشنرۍ اساسي موخه ده، تر څو همغږې ګڼې سر ته ورسوي.

د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ استازو د داخلي بې ځایه شویو پر یووالي ټینګار وکړ وې ویل، د کډوالو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ د نړیوال سازمان تر منځ د یو ګډ ډیټابیس جوړولو ته اړتیا ده، څو له ستونزو سره د مبارزې په برخه کې همکاري پياوړې شي. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .