کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه د روسیې «روسیا-۲۴ » تلوېزیون ته ویلي، چې د «سن پټرزبورک اقتصادي ناسته» کې به د سرپرست دولت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او د سوداګرۍ او صنایع خونې رییس ګډون وکړي.
هغه ټینګار کړی: زه هیله لرم چې د افغانستان پلاوی به له دغه فرصت څخه د روسیې او نورو ټولو دوستو هېوادونو او بنسټونو سره د همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي.
دغه راز کابلوف زیاته کړې، هیله لرم چې افغان پلاوی او افغان سوداګر له روسیې او نورو بهرنیو شریکانو سره د همکارۍ په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.
د کابلوف په وینا، د روسیې د لوري په اړه، ما مخکې هم وویل چې دا ډول همکارۍ له پخوا هم شتون لري، خو ظرفیت یې نه دی ختم شوی او پراخ امکانات هم شته.
د پیغام پای/
Your Comment