AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸ ۱۷:۱۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85492517
T T
۰ Persons

Tags

د یو نظر پوښتنې پایلې: ۷۰ سلنه اسرائیلیان د نتانیاهو د لرې کېدو غوښتونکي دي

کابل- ایرنا- یوه تازره نظر پوښتنه ښيي، چې ۷۰ سلنه اسرائیلیان د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لرې کېدو او ټاکنو تر سره کېدو غوښتونکي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ دغه نظر پوښتنه د اسرائیلو رزيم د راډیو تلوېزیون د سازمان له خوا تر سره او نن د غبرګولي ۸ مه خپره شوې چې په کې د صهیونیسټانو په مینځ کې د نتانیاهو د منلو کچه تر ټولو ټیټه ښیی. 

د دغه نظر پوښتنې پر اساس ۷۰ سلنه اسرائیلیان د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لرې کېدو او ټاکنو تر سره کېدو غوښتونکي دي.

په ورته وخت کې «فایننشال ټایمز» امریکايي ورځپاڼې هم د هاګ نړیوالې محکمې د حکم تر صادرېدو وروسته د نتانیاهو سیاسي ژوند سخت ارزولی دی.

ګارډین انګرېزۍ ورځپاڼې هم د بندیانو د تبادلې د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته د صهیونیسټانو د روحیې کمزورې بللې لیکلي یې دي: د اسرائیلو ترمنځ اختلافات زیات شوي او پر حماس یې د بشپړې بریا هیلې د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي.

په دې وروستیو کې په نیول شویو سیمو کې د یوې بلې ټولپوښتنې پایلې وښودله چې د دې سیمې زیاتره اوسېدونکي په دې باور دي چې د نتانیاهو کړنې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره کافي نه دي.

د صهیونیسټ رژیم د ۱۲ چینل له خوا د ترسره شوې نظرپوښتنې له مخې په سلو کې ۶۴ ګډون کونکو ویلي، د جنګ په دغه پړاو کې د اسرائیلو د رژیم تر ټولو مهم هدف باید د بندیانو بېرته ستنول وي.

د یوې بلې نظرپوښتنې پایلې ښیی چې ۶۷ سلنه صهیونیسټان له غزې تراډې د صهیونیسټی بندیانو د راستنولو لپاره د نتانیاهو له کابینې څخه ناراضه دي او په دې باور دي چې دغه کابینه په دې برخه کې کافي هڅې نه کوي.

د ایرنا د خبر له مخې د اسرائیلو د رسنیو په یوې سروې کې د صهیونیسټانو له کابینې څخه د صهیونیسټانو د ناخوښۍ څرګندونه په داسې حال کې کېږي چې نیواکګر سیمې د نتانیاهو او د هغه تر قوماندې لاندې د کابینې په خلاف د پرله پسې او پراخو لاریونونو شاهدې دي او لاریونوال د دغه هېواد د حکومت او حماس غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې تړون او دغه راز د هغه د لرې کېدو د غوښتونکي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .