د دوحې درېیمه ناسته کې د سرپرست دولت او لوېدیځ تر منځ د تفاهم چوکاټو زیات واټن لري

کابل- ایرنا- د نړیوالو چارو یو شمېر شنوونکی د دوحې د درېیمې ناستې په اړه وايي، د دوحې درېیمه ناسته کې د سرپرست دولت او لوېدیځ تر منځ د تفاهم چوکاټو زیات واټن لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ټاکل شوې د چنګاښ میاشتې په ۱۰ مه دوحه کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون درېیمه ناسته جوړه شي.

خو سوال د دای دی چې د دوحې دوه مخکې ناستو کومه پایله درلوده، آیا په درېیمه ناسته کې به د نړیوالې ټولنې او افغانستان د سرپرست دولت غوښتنې سره تفاهم ته ورسېږي که نه؟

یو شمېر نړیوال شنوونکي په دې اړه وايي، تر اوسه پورې د سرپرست دولت او لوېدیځ تر منځ د تفاهم کوم ګډ ټکی نه لیدل کېږي.

د پوهنتون استاد او د نړیوالو چارو شنوونکي اکرم عارفي سه شنبې د غبرګولي ۸ مه د ایرنا خبري آژانس خبریال سره په مرکه کې و ویل: د دوحې په تېرو دو ناستو کې هڅه وشوه، چې په افغانستان کې د ذي دخله هېوادونو تر منځ یوه ګډه اجماع رامنځ ته شي او نړیوالې غوښتنې توحید شي او دا غوښتنې د افغانستان سرپرست دولت ته ولېږدول شي او افغانستان د دغه غوښتنو منلو ته چمتو کړي.

د دغه شنوونکي په دې سره چې د دوحې مخکنیو ناستو کومې لاس ته راوڼې نه درلودې څرګنده کړه: په دې دلیل چې هغه ناستو کې ځینو هېوادونو خپلې غوښتنې سره توحید کړې وې خو ونه توانېدل چې دغه غوښتنې د افغانستان په سرپرست دولت باندې تحمیل کړي.

هغه زیاته کړه، د دوحې په دویمه ناسته کې هم د ځينو هېوادونو تر منځ اختلافات رامنځ ته شول چې دغه اختلافاتو د هېوادونو، ملګرو ملتونو او سرپرست دولت تر منځ واټنونه لا زیات کړل.

عارفي څرګنده کړه: د افغانستان د سرپرست دولت او نړیوالې ټولنې تر منځ ګډ ټکي ډېر سره لرې دي، سرپرست دولت هڅه کوي، چې د خپلو باورونو او دیني ارزښتونو چې کلونه د هغو لپاره جنګېدلي پر اساس خپل داخلي او بهرني سیاستونه تنظیم کړي خو لوېدیځ بیا بل څه غواړي.

د چارو دغه شنوونکی وايي، د هغه ارزښتونو پر عکس چې سرپرست دولت پرې ټینګار لري، ملګري ملتونه او لوېدیځ هېوادونه بیا پر نورو ارزښتونو ټینګار لري په همدې اساس د دوحې درېیمه ناسته کې د تفاهم چوکاټونه یو له بله واټن لري.

د نړیوالو چارو دغه شنوونکي څرګنده کړه: دوه ډوله ارزښتونه، دوه ډوله باورونه او دوه ډوله لید ډېر سخت دی چې یوه ګډ ټکي ته سره ورسېږي، ځکه سرپرست دولت ستني او دیني ارزښتونه ټینګ کړي چې د سیاست او د نړۍ له ټولنې سره د اړیکو درک یې توپیر لري.

هغه د دوحې د تېرو دو ناستو نه بریالیتوب سیاسي وباله ویې ویل: د افغانستان سرپرست دولت پر نړیواله ټولنه وړ باور نه لري او د نړیوالې ټولنې پر هڅو بدګمانه دي ځکه باور لري چې دغه هڅې په افغانستان کې د لوېدیځ د مداخلو لپاره کېږي تر څو بیا په افغانستان کې د پښو اېښودلو ځای پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه، د سیمې هېوادونو هم د افغانستان په چارو کې د لوېدیځوالو له نفوذ څخه خبرداری ورکړی دی.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه څرګنده کړه: د دوحې له درېیمې غونډې څخه د پام وړ لید نه لیدل کېږي  د دواړو لورو نظرونه او دریځونه لا هم له یو بل څخه ډېر لرې دي، د لوېدیځ له خوا وړاندې شوې اجنډا او د سرپرست دولت په اړه غوښتنې له یو بله ډېرې لرې دي پدې معنی چې سرپرست دولت د ملګرو ملتونو لخوا په پام کې نیول شوې ټولې اجنډا رد کړې او خپله اجنډا یې وړاندیز کړې چې دا ښیي چې د تفاهم لپاره هېڅ ګډ ټکی نه دی رامنځته شوی.

هغه څرګنده کړه: د لوېدیځ په اجنډا کې د بشری حقوقو، د ښځو د حقوقو او د ټول شموله حکومت په هکله خبرې اترې کېږی او دغه مسایل د سرپرست دولت له نظره د منلو وړ نه دي، بلکې د حکومت د رسمیت پیژندل، د عادی اړیکو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سرپرست دولت ته سپارل د دوی غوښتنې دي، چې اختلاف يې ډېر جوړ کړی دی، نو له همدې اجنډا سره به د دوحې درېيمه ناسته هم بريالۍ نه وي.

عارفي د دواړو لورو غوښتنو ته د رسېدو لپاره اساسي لاره تر ټولو کمه وبلله زياته يې کړه: که دواړه لوري د ځينو غوښتنو په پرېښودو سره يو موټي نه شي، تفاهم ته رسېدل به ستونزمن وي، دواړه خواوې بايد له ډېرو ستونزو څخه تېر شي.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه وویل: له بلې خوا د ختیځو او لوېدیځو بلاکونو ترمنځ صف بندي موجوده ده، ختیځ بلاک چې په کې د ایران اسلامي جمهوریت، چین او روسیه شامل دي، هڅه کوي دغه مسئله په محلي او سيمه ييزې چوکاټ کې چې ګټې یې پر امنيت او اقتصاد ولاړې دي وپاله او هره ورځ له سرپرست دولت سره خپلې اړيکې پراخه کړي، هغه څه چې لوېديځ يې نه غواړي او دا مساله د تفاهم د نه رسېدو بله ننګونه ده.


په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه ویس ناصري ایرنا خبری اژانس ته وویل: د نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان له سرپرست دولت څخه یوه غوښتنه لري چې هغه د یوه جامع حکومت جوړول، بشري حقونو او د ملګرو ملتونو کنوانسیونونو ته درناوی دی او که دا غوښتنې ونه منل شي، نړۍ چمتو ده نه ده چې د افغانستان سرپرست دولت په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو دغه کارپوه زیاته کړه: د دوحې ناسته به د نړیوالو رسنیو په سرلیکونو کې د افغانستان د مسلې له ژوندي ساتلو پرته بله پایله ونه لري، ځکه د لوېدیځ غوښتنې د سرپرست دولت له غوښتنو سره سمون نه لري، دا ستونزمنه ده چې د دوحې دریمې ناستې ګټورې وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .