نړیوال بنسټونه دې د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له ګرونده ګرو سره همکاري وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له استازې سره په لیدنه کې له نړیوال بنسټونه وغوښتل، چې د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له ګرونده ګرو سره همکاري وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې مېرمن روزا اوتنبایوا سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاالله عمري د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوحې د درېیمې ناستې او دغه راز د افغانستان د کرنې برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکاریو د څرنګوالي په ځانګړې توګه د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې خبرې اترې وکړې.\

مولوي عطاالله عمري په دغه لیدنه کې و ویل، چې د اسلامي امارت په هڅو افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی او نړیوال بنسټونه باید د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له ګرونده ګرو سره همکاري وکړي.

د کرنې سرپرست وزیر زیاته کړه«تمه ده، چې په جوړېدونکې غونډه کې ملګري ملتونه او کرنې برخه کې نور ټول فعال بنسټونه به د ګرونده ګرو ملاتړ او د کوکنارو بدیل کښت باندې تمرکز وکړي.»


نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کوکنارو کښت بند کړی په همدې اساس زموږ غوښتنه دا ده، چې د ګرونده ګرو ملاتړ وشي او هغوی ته د کوکنارو د بدیل کښت زمینه برابره کړي تر څو د خپل ژوند اړتیاوې پرې پوره کاندي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې مېرمن روزااوتنبایوا وویل: د دوحې په درېیمه غونډه کې به په افغانستان کې د خصوصي سکتور، بانکدارۍ او نشه یي توکو پر مسلې خبرې وشي، چې د ۲۵ هېوادونو ، درې نړیوال بنسټونه او د آسیا بانک او«پرمختیایي بانک ونډې» استازي به هم په کې ګډون ولري.

د مېرمن اوتنبایوا په وینا، د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د کوکنارو د بدیل د معرفي کولو او د تمویل کوونکو د پام اړولو لپاره مهم دی، دا یو ښه فرصت دی.

په ورته وخت کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کروندګرو او خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو پر بې غورۍ نیوکه وکړه ویې ویل: اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټيټ کړی، خو ملګرو ملتونو او ملګرو يې د افغانستان د خلکو او بزګرانو لپاره څه نه دي کړي، په داسې حال کې چې د کوکنارو پر کښت بنديز د افغانستان او نورو هېوادونو پر خلکو مثبت اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې، ثریا بوزرکوا هم وویل: موږ باید د کوکنارو د کښت پر بدیل کار وکړو ترڅو د بزګرانو اړتیاوې پوره شي،  موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او زموږ همکاري باید دوه اړخیزه وي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له محدودو سرچینو سره په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته، د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې او د هغې پر پلي کولو کار کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .