هرات کې د ایرنا د خبریال په خبره، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو نن سه شنبې د غبرګولي ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې ټاکل شوې په هرات کې د ترکمن شاعر «مختوم قلی فراغی» د یاد په مناسبت درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
خبرپاڼې زیاته کړې: د ترکمني ژبې یو له سترو شاعرانو او د ترکمنستان یو له مهمو شخصیتونو څخه د «مختوم قلي فراغي» چې په یاد به یې یو تحقیقي سیمینار د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت او قونسلګرۍ د استازولۍ له خوا جوړ شي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي احمدالله متقي وويل: په همدې موخه د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يوه ګډه غونډه د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال رحمت الله فيضان او د قونسل جنرال باتور يالوف په ګډون په هرات ولایت کې جوړه شوه.
د پیغام پای/
Your Comment