AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۸ ۱۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85491788
T T
۰ Persons

Tags

غزه کې نسل وژنه د اسرائیلو جنګي تګلاره ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار د اسرائیلو جعلي رژیم برید وغانده ویې ویل، غزه کې نسل وژنه د اسرائیلو جنګي تګلاره ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو دوشنبې د غبرګولي ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د بهرنیو چارو وزارت په رفح کې د اسرائیلو بریدونه د غزې د خلکو نسل وژنه ګڼي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې د خلکو پر وړاندې د اسرائیلو جنګي جنایات او په رفح ښار کې د بې ځایه شویو کسانو په پنډغالي د دغه جعلي رژیم بریدونه چې په کې لسګونه ښځې او ماشومان شهیدان شوي یو ځل بیا په کلکو ټکو غندي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په رفح ښار کې د بې ځایه شویو په پنډغالي د صهیونیسټ رژیم بریدونه یو ځل بیا څرګنده کړه چې دغه رژیم په هېڅ صورت د جنګ قوانینو ته ژمن نه دی او په غزه کې نسل وژنه د صهیونیسټ رژیم د جنګی ستراتېژۍ یوه برخه ده.

د غزې د نسل وژنې د ۲۳۴مې کلیزې په مناسبت د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له نړیوالو سازمانونو او د سیمې له نفوذ لرونکو اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د غزې د خلکو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.

ایرنا خبری اژانس وایی د اسرائیلو جعلی او غاصب رژیم پرون په رفح ښار پراخ بریدونه کړي، چې په کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .