AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷ ۱۳:۳۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85490986
T T
۰ Persons

Tags

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت تحصیلي سیستمونه به عصري شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ د شوي تفاهم لیک پر بنسټ به د هېواد د لوړو زده کړو سیستمونه عصري کړای شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مخابراتو او معلوماتي د ټکنالوژۍ وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۷ مه پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوړو زده کړو وزارت له مالي او اداري مرستیال سره د ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني د لیدنې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼط پر بنسټ په دغه لیدنه کې د مخابراتو او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ څلور تفاهم لیکونه د تحصیلي اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه لاسلیک شول، چې پر بنسټ به یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په لوړو زده کړو وزارت کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د محصلینو لپاره د ترفیع، ارتقا، تالیف او ترجمې عصري سیستمونه رامنځ ته کړای شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د لوړو زده کړو وزارت د هېواد یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څه وباله چې د ځوانانو په زده کړو او روزنې کې مهم او حیاتي ارزښت لري او دغه راز ټولنې ته متخصص او علمي کسان وړاندې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت معین مولوي حافظ محمد حمید حسیب هم د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه، چې په دې برخه کې یې د ډېرو مهمو سکتورونو لپاره اغېزمن سیستمونه رامنځته کړي دي.

هغه زیاته کړه، د یاد هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د تصنیف، ژباړې او ترویج په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي او په دې سره به موږ ته دا زمینه هم برابره شي، چې چارې په شفافیت سره ترسره کړو او په لنډ وخت کې د ډېرو خلکو خدمت کولو توان لري.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیستمونو د پراختیا عمومي ریاست د هېواد د ټولو دولتي څانګو لپاره د سیستمونو د پراختیا مسوولیت په غاړه لري چې تر دې مهاله یې د هېواد په ډېرو دولتي ادارو کې ۲۳ بېلابېل سیستمونه جوړ کړي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: دغه رياست دسيسټم لپاره دټولو دولتي څانګو اړتيا ارزولې ده څو معلومه کړي چې په هېواد کې څومره سيستمونه رامنځته شي.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .