AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۷ ۱۱:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85490908
T T
۰ Persons

Tags

هغه وخت رارسېدلی چې افغانان هم د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني

کابل- ایرنا- د افغانستان یوې سیاسي او جهادي څېرې ګلبدین حکمتیار څرګنده کړې، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانان د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان یوې سیاسي او جهادي څېرې ګلبدین حکمتیار نن دوشنبې د غبرګولي ۷ مه په خپل هاېکس پاڼه لیکلي: د فلسطین د رسمیت پېژندلو لړۍ د نورو هېوادونو له خوا په چټکۍ سره روانه ده او شمېر یې مخ پر زیاتېدو دی.

حکمتیار زیاته کړې: اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانان هم د فلسطین خپلواک حکومت او دولت رسمآ په رسمیت وپېژني.

حکمتیار ټینګار کړی: موږ افغانان بايد د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو کې تر نورو وړاندي وي نه وروسته، كه په نړۍ كې مخكښ نه وو په امت كي دي مخكښ وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .