د افغانستان د ګټو د خوندیتوب په صورت کې د دوحې ناسته کې ګډون کوو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند وايي، که د دوحې درېیمه غونډه د افغانستان ګټې خوندي کړي په هغو کې به ګډون وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبې د غبرګولي ۶ مه رسنیو ته ویلي: د هېواد د ګټو د خوندیتوب په صورت کې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوو.

مجاهد څرګنده کړې: موږ د دوحې د درېیمې ناستې ارزونې لرو که چېرې په هغو کې د افغانستان ګټې خوندي وي له شک پرته به په کې ګډون وکړ، خو که د افغانستان شرایط په پام کې ونه نیول شي او دا ناستې داسې جوړې شي چې افغانستان په کې پاشلی وښودل شي، له شک پرته به په کې ګډون ونه کړو.

د سرپرست دولت ویاند ټينګار وکړ، چې درېیمه ناسته باید تر ډېره د اسلامي امارت سره په تعامل باندې، د سرپرست دولت له چارواکو څخه د بندیزونو په لرې کولو او د افغانستان پر کلیدي مسایلو باندې باید وي او خبرې اترې پرې وشي.

ذبیح الله مجاهد د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان د ګډون د شرطونو په اړه څرګنده کړه: یو له شرطونو دا و، چې باید په دې غونده کې له افغانستان څخه په استازولۍ باید یوازې اسلامي امارت حضور ولري تر څو د افغانستان یووالی وښودل شي، دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د خاصو استازیو په شتون سره د دوحې دریمه غونډه د چنګاښ میاشتې په لسمه نیټه د ملګرو ملتو په کوربه توب په قطر کې جوړېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .