AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۵:۴۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85490072
T T
۰ Persons

Tags

د ایران مرحوم ولسمشر یو سوله غوښتونکی شخصیت وو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت یو لوړ پوړی غړی وايي، د ایران اسلامي جمهوریت مرحوم ولسمشر یو سوله غوښتونکی شخصیت وو چې د اسلامي هېوادونو ډېری مشکلات د هغه د حکومتولۍ پر مهال حل شوي وو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت لوړ پوړي غړي انس حقاني کابل کې د ایران اسلامي جمهورریت سفارت کې د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي د خاطرو په کتاب کې لاسلیک وکړ.

هغه د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو د روح لپاره د فاتحې په کولو سره زیاته کړه: د دغې پېښې له امله د ایران خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او د افغانستان خلک په دې غم کې د ایران له خلکو سره شریک دي.

حقاني د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر درې کلن تاریخ ته په اشارې سره هغه یو «سوله غوښتونکی» شخصیت وباله او ویې ویل: هغه ستونزې چې له پخوا څخه د اسلامي هېوادونو په منځ کې موجودې وې، د ایت الله رییسي د واکمنۍ پر مهال پای ته ورسېدې او هېوادونه سولې او تفاهم ته ورسېدل.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه لوړپوړي غړي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سرپرست دولت اړیکې ښې وبللې ویې ویل: د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې تر بل هر هېواد زیاتې دي.

په کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوی وویل: ایت الله رییسی له مختلفو هېوادونو په تېره بیا له افغانستان سره د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره ډېره هڅه وکړه او په دې کار کې بریالی شو او دښمنانو چې هر څومره هڅه وکړه، ویې نه شوای کولی د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

https://www.iribnews.ir/00Hnzx

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .