په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنه اغېزمن شوي دي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د سېلابونو له امله د ۸۰ زره تنو د اغېزمنېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان مسوولینو نن یکشنبې د غبرګولي ۶ مه د دغه بنسټ پر پاڼه لیکلي:په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ زره تنو ته زیان رسېدلی دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر دې مهاله زیات سېلابونه راوتلي او د راپورونو له مخې په بدخشان کې پر انساني تلفاتو سربېره د استوګنې کورونه او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

تېره شپه د بدخشان ولايت د مرکز فيض اباد ښار د نهمې ناحيې په «مورچک» کلي کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .