AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۶ ۱۴:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85489932
T T
۰ Persons

Tags

مخبر: د مقاومت څخه د ملاتړ په اړه د ایران کړنلاره به بدلون ونه کړي

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ سرپرست د فلسطین د مقاومات او د خلکو د مسلم حق ملاتړ د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو شهید وزیر له ارمانونو وباله ویې ویل:د مقاومت له جریان په ځانګړې توګه د فلسطیني مقاومتي ډلو څخه د ایران اسلامي جمهوریت د ملاتړ کړنلاره به د افرادو په بدلون تغیر ونه مومي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د فلسطین د اسلامي جهاد خوځښت سرمنشي «زیاد نخاله» د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ له سرپرست محمد مخبر سره په تلېفوني اړیکه کې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د شهادت له امله د ایران دولت او ملت ته د ډاډګیرنې او خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ و ویل: د دغه لویې ضایعې باوجود موږ باور لرو به د ایران اسلامي جمهوریت د وړ رهبرانو او چارواکو او د انقلابي افکارو څخه د برخمن ملت په برکت دغه ډول مشکلاتو ته لاره هواره کړي.

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومي منشي په دې خبرې سره چې شهید رییسی او شهید امیر عبداللهیان تل د ایران د ملت د ګټو او حقونو په دفاع او د مقاومت له غورځنګ څخه په ملاتړ کې په لومړۍ کرښه کې وو، مخبر یو پیاوړی شخصیت وباله، چې په وینا یې کولی شي، د ایران د شهید ولسمشر د قیمتي شخصیت نشتوالي اوسنۍ تشه ډکه کړي.

محمد مخبر په دغه ټیلیفونی خبرو کې د ایران له دولت او خلکو سره د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د سکرتر د خواخوږۍ د مننې په ترڅ کې له مقاومت څخه د جدي ملاتړ او د فلسطین د خلکو د مسلم حق دفاع د ولسمشر او خارجه وزیر له ارمانونو وبلله څرګنده یې کړه: د مقاومت غورځنګ په تېره بیا د فلسطین له مقاومتي ډلو په ملاتړ کې د اسلامي ایران د جمهوریت اساسي تګلاره به د خلکو په بدلون سره بدله نشي.

د ایران سرپرست ولسمشر د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو او تېریو سره د مقابلې لپاره د مقاومت ستراتېژۍ ترټولو اغیزمنه لاره وبلله ویې ویل: د وعده صادق عملیات د مقاومت د غورځنګ یوه له پایلو څخه ده چې امریکا او صهیونیسټ رژیم یې مات کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .