AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۵:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85488889
T T
۰ Persons

Tags

که لوېدیځ هېوادونه مداخله ونه کړي، حاکم دولت د افغانستان د کنټرول توان لري

کابل- ایرنا- د روسیې د استخباراتو مشر وايي، که لوېدیځ هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي، اوسنی دولت د دغه هېواد د کنټرول توان لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ روسي رسنیو نن شنبې د غبرګولي ۵ مه د روسیې د استخباراتو د مشر الکساندر بورتنیکوف له قوله ویلي:«د افغانستان دولت دا توان لري، چې د دغه هېواد نظم او بیارغونه ټینګه کړي.»

سرچینې زیاته کړې، د روسیې د استخباراتو رییس الکساندر بورتنیکوف د ګډو همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، که لوېدیځ هېوادونه د افغانستان د دولت په داخلي چارو کې له مداخلې لاس واخلي، دغه دولت د افغانستان د نظم او بیارغولو په برخه کې توان لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .