AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۵:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85488755
T T
۰ Persons

Tags

د داعش د کنټرول لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې هم شته

کابل- ایرنا- د امریکا ولسمشر وايي، د داعش د کنټرول لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارې هم شته دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د امریکا ولسمشر جوبایډن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه د امریکا پر ځاي وخت د کنیا له ولسمشر ویلیام روتو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې و ویل: پرته له دې چې د افغانستان اشغال ته اړتیا ولیدل شي، د داعش د کنټرول لپاره نورې لارې هم په دغه هېواد کې شته دي.

بایدڼ افغانستان د امپراتوریو هدیره وبلله زیاته یې کړه: دا امکان چې دغه هېواد دې یو موټی شي ډېر لرې په نظر راځي.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره د امریکا ولسمشر دا خبرې پر داسې مهال مطرح کوي، چې د افغانستان سرپرست دولت څو ځلې اعلان کړی دی، چې داعش یې افغانستان کې سخت ځپلی او فزیکي شتون نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .