AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۵:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85488742
T T
۰ Persons

Tags

اوچا: د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې بشري وضعیت بحراني دی 

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د خلکو بشري وضعیت همغسې بحراني اعلان کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل تازه راپور کې چې د جمعې غبرګولي په ۴ مه یې خپور کړی څرګنده کړې، په افغانستان کې په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د خلکو د مخ پر ودې بشري او روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د زیاتو سرچینو بیړني تحرک ته اړتیا لري.

د اوچا په راپور کې دغه راز راغلی دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د می له ۱۰ مې تر ۲۳ پورې له ۲۰۰ ټنه څخه زیات طبي توکي د بېلا بېلو انبارونو څخه په دغه ولایتونو کې د ګرځنده روغتیايي مرکزونو او کلېنیکونو لپاره برابر او وېشلي دي.

د دغه راپور پر اساس د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ ټنه درمل او اړین روغتیايي توکي او د ژغورونکو په ګډون «د درملنې د مختلفو موخو لپاره حیاتي کیټونه» د غور ولایتي روغتون او په دغه ولایت کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو ته ورکړي دي.

اوچا زياته کړې: د دغو طبي مرستو له ويشلو څخه موخه په غور ولايت کې د سېلابونو له امله زيانمنو شويو خلکو ته پاملرنه ده چې په دغو طبيعي پيښو کې تر ټولو زيات زيانمن شوي دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان هم راپور ورکړی چې د مې له ۱۰مې تر ۲۰ پورې یې په بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې له ۲۶۶۲۸ کسانو سره روغتیايي مرستې کړې چې ۱۶۹۰۳ یې ښځې او ۹۷۲۵ نارینه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول هېواد کې وروستیو ویجاړونکو سېلابونو تر ۴۳۰ ډېر کسان وژلي او د سېلاب ځپلو ولایتونو اوسېدونکو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .