د بامیان د رسنیو دفتر: د ټولګټو چارو د کارکوونکو هېڅې د سېلابونو د زیاتو زیانونو د مخینوي لامل شوې دي

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی دی، چې د والي په لارښوونه د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د کارکوونکو هڅې د دې لامل شوې، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو د سترو خرابیو مخینوی وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د رسنیو دفتر نن شنبې د غبرګولي ۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې جمعه د غبرګولي ۴ مه د بامیان والي د ټولګټو چارو ریاست او شاروالیو د ماشینرۍ سره یو ځای پر وخت د مناره فولادي سیمه کې د سېلاب راوتلو پر مهال حضور درلود.

د ولایت د رسنیو دفتر زیاته کړې: د فولادي کلي لاره چې د واده د کاروان په ګډون د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، پرانيستل شوې او د کرنيزو ځمکو د احتمالي زيان مخه نيول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بامیان ولایت والي تل د سېلاب ځپلو په ځای کې شخصاً حاضر شوی او د ټولګټو چارو ریاست او د بامیان ښاروالۍ له ماشینرۍ ټیم سره یې د سېلابونو د بار وړونکو لارو، په ښاري سیمو کې سړکونه او ویالې پاکې کړې او د سېلابونو له امله خلکو ته د زیان رسېدو مخنیوی یې کړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .