AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۵:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85488728
T T
۰ Persons

Tags

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ کې ۳۲ کورنیو ته د شېدو غواګانې و وېشل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې پر ۳۲ کورنیو د شېدو غواګانې د وېشولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو نن شنبې د غبرګولي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زده کړو او پرمختیا موسسې په همکارۍ په اړمنو کورنیو د شېدو غواګانې و وېشلې.

خبرپاڼې زیاته کړې، د ښځو لپاره د کار د پيدا کولو په مقصد دغه رياست د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې په ٣٢ مستحقو کورنيو باندې د شيدو غواګانې وېشلې دي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه خلک کروندګر دي او د خپل ژوند لګښتونه په عمده توګه د کرنې او حیواني محصولاتو له لارې برابروي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .