AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۵:۱۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85488721
T T
۰ Persons

Tags

له ۹۰ جرېبه زیاته ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت له ۹۰ جرېبه زیاته ځمکې څخه د کوکنارو بوټو د پاکولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شنبې د غبرګولي ۵ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو ځانګړو اقداماتو کې ۶۵ جرېبه ځمکه د بلخ ولایت په نهرشاهي او البرز ولسوالیو کې، ۱۷ جرېبه په تخار ولایت، ۶ جرېبه په سمنګان ولایت، ۱۰ جرېبه د کابل په پغمان ولسوالۍ او لسګونه متره مربع ځمکه په پروان ولایت کې د کوکنارو له بوټو پاکه کړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: دغه راز پولیسو ۴ تنه په پوران، دوه تنه په بلخ او یو تن په دایګنډي ولایت کې د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.

 قانع په یوه بله خبرباڼه کې څرګنده کړې، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۰ تنه نشه یان له کندوز، ۵۰ تنه له هلمند ولایت څخه په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړې: دغه نشیانو ته څلور میاشتې درملنه او دغه راز د ګمارل شویو کمېټو له لوري د حرفوي او تخنیکي زده کړو په تر لاسه کولو سره یو ځای خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .