AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۲:۴۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85488624
T T
۰ Persons
کندهار ولایت کې د پایپ جوړولو یوه کارخانه سوځېدلې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند په کندهار ولایت کې د پایپ جوړولو د یوې کارخانې د سوځېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شنبې د غبرګولي ۵ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د کندهار ولایت د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د اور لګېدنې له امله د پایپ جوړولو یوه کارخانه سوځېدلې ده.

هغه زیاته کړې، دغه کارخانه کې د برېښنا د شارتۍ له امله اور لګېدنه رامنځ ته شوې، چې پېښو ته د رسېدو پولیسو او د کورنیو چارو وزارت د اوروژنې ادارې له خوا اور مړ کړای شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، دغه اورلګېدنې ځاني تلفات نه درلود خو مالي زیان یې درې نیم میلیونه افغانۍ دی او د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د توکو د سوځېدو مخنیوی وشو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .