کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان مرکزي بانک نن شنبې د غبرګولي ۵ مه د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی، چې د افغانستان د مرکزي بانک پلاوی به د خپل سفر په لومړۍ ورځ په هغه ناسته کې چې د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا جوړېږي ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د مرکزي بانک استازو او د ټولو اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو استازو ته بلنه ورکړل شوې، تر څو خپل نظریات او تجربې په ځانګړې توګه د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې سره شریکې او ګډ تصمیمونه ونیسي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: د افغانستان بانک پلاوى به د خپل سفر په دويمه او درېيمه ورځ د ماليزيا د دولت له خوا د نړيوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم تر عنوان لاندې په دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې فورم کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د مرکزي بانکونو او مالي بنسټونو استازي رابلل شوي او تمه کېږي چې ګډونوال به د اسلامي بانکدارۍ د پراختيا، د وړو، منځنيو تشبثاتو د پياوړتيا او د سکوک او د مالي بازارونو پراختیا پورې اړوند مسایلو باندې بحث او د نظريو تبادله وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوی به په دغه سفر کې د اسلامي بانکدارۍ له نړیوال شرعي څیړنیز مرکز، د نړیوال اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو پوهنتون، د مالیزیا له نړیوال اسلامي پوهنتون او د حج او زکات له څانګې څخه د دوه اړخیزو اړیکو ډاډمن کولو په لیدنه وکړي.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي: د افغانستان بانک هڅه کوي، په ټول هېواد کې د اسلامي اصولو پر بنسټ اسلامي بانکدارۍ ته پراختیا ورکړي، څو له سود پرته بانکي سیستم رامنځته شي.
د پیغام پای/
Your Comment