AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵ ۱۲:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85488458
T T
۰ Persons

Tags

اسلامي امارت په نړیوالو مرستو کې هېڅ داخلت نه لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، امارت اسلامي امارت په نړیوالو مرستو کې هېڅ داخلت نه لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري جمعه شپه د غبرګولي ۴ مه د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې ادارې د راپور په غبرګون کې ویلي: د سیګار وروستی راپور له حقیقت نه لرې او غیر مسلکي دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ولسي جرګې د بهرنۍ اړیکو کمېټې د رییس څرګندونې د افغانستان له واقعیتونو سره سر نه خوري، اسلامي امارت یوازې د روڼتیا لپاره د مرستو له وېش څخه څارنه کوي، خو هېڅ ډول مداخله په کې نه کوي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راپدېخوا امریکا او ملګرو یې افغانستان کې ۱۰.۹ میلیون ډالره د مالیاتو، لګښتونو، د اوبو او برېښنا د پیسو د ورکړې او مالي ګمرکاتو له امله د افغانستان سرپرست حکومت ته ورکړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .