کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن شنبې د غبرګولي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د مجاهدینو د حکومت د ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د زوی ذبیح الله مجددي سره د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې مجددي د اسلامي نظام له حاکمیت څخه خوښي څرګنده کړه او له فساد، نشه یي توکو، غصب او زورواکۍ سره د مبارزې په برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې.
هغه وویل چې د مخالفینو لپاره د اسلامي امارت لخوا د عفوې اعلان د هېواد په تاریخ کې یو نادر عمل دی چې خلک ترې خوښ دي.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: اوس په هېواد کې د ټولو افغانانو لپاره د ورورګلوۍ زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: افغانستان د ثبات او پرمختګ په لور روان دی، چارواکي د خلکو په خدمت کې دي او له هر ډول تبعیض پرته د متوازن انکشاف لپاره هڅې کوي.
د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال یو ځل بیا له ټولو افغانانو چې په بهر کې ژوند کوي وغوښتل چې خپل وطن ته ستانه شي او دلته په عزت سره ژوند وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment