ملګري ملتونه راتلونکې اوونۍ کې د ایران د مرحوم ولسمشر په یاد غونډه کوي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ به راتلونکې اوونۍ د ایران اسلامي جمهوریت د شهیدانو ولسمشر آیت الله رییسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او چورلکې د نورو شهیدان په یاد د ایران اسلامي جمهوریت د استازي په حضور کې په نیویارک کې غونډه وکړي او د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د شهادت لپاره به درناوی وړاندې کړي.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د اته اویاومې ناستې عمومي رییس اعلان کړی دی، چې ټاکل شوې د راتلونکې پنشنبې د غبرګولي ۱۰ مه به د ایران د لوېدلې چورلکې د شهیدانو په یاد غونډه وکړي.

په سیمه ایز وخت د پنشنبې په ماښام فرانسیس په نیویارک کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ په دفتر کې د ګډون پر مهال د ایران د ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رییسی او د ایران د شهید بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د یاد د درناوۍ لپاره یو ډیپلوماټیک یادګاری سند لاسلیک کړ. 

د ملګرو ملتو د ۷۸مې غونډې مشر چې له امیر سعید ارواني سره یې ښه راغلاست ووایه، له هغه سره یې د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر د سپرلۍ د چورلکې د زړه بوږنونکې پېښې پوښتنه وکړه او ایران له دولت، ملت او د دغې هوايي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د ایرنا د خبر له مخې، له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ایران د ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رییسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغه د ملګرو په درناوي د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .