AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳ ۱۸:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85487179
T T
۰ Persons

Tags

د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره ولیدل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره لیدلي او د دواړ هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې اترې کړې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن العزیز الخلیفه او ورسره پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د وروستیو زلزلې او سېلاب ځپلو سره د قطر له مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغان ولس سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .