مشهد کې د ایران د ولسمشر د جنازې مراسمو کې د بهرنیو چارواکو او دیپلوماتانو شتون

کابل- ایرنا- په مشهد کې د ایران اسلامي جمهوریت د شهید ولسمشر د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسمو کې د بېلا بېلو هېوادونو دیپلوماتونو ګډون درلود.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د خراسان رضوی ولایت د انساني سرچینو د پراختیا او مدیریت معاونیت نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه اعلان کړی دی، چې د سرقونسلانو او بهرنیو استازولیو د مشرانو سربېره تر اوسه پورې دعراق او افغانستان مشران مشهد ته رسېدلی او د جنازې په مراسمو کې ګډون لري.

مشهد کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ د اعلان پر اساس په مشهد کې د عراق، افغانستان، پاکستان، ترکیې، ترکمنستان، سعودي عربستان او ملګرو ملتونو قونسلګرۍ او استازولۍ دفترونه فعال دي.

د دې پر بنسټ «سلیم حقاني» په مشهد کې د افغانستان د طبیعي پېښو په وزارت کې د کابل سیمې مسؤول دی.

همداراز د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر او د دغې سیاسي ډلې مرستیال سید عمار حکیم او د عراق د ولسي تحرکاتو استازی برید جنرال علي همداني د ولسمشر د جنازې په نورو خارجي میلمنو کې شامل دي.

د ایرنا د خبر له مخې په مشهد کې د ایران اسلامی جمهوریت د مرحوم ولسمشر د جنازې په مراسمو کې به یو شمېر نور داخلي او بهرني چارواکي هم ګډون وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .