د ایران مرحوم ولسمشر له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د ایران سړې اړیکې له منځه یووړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د شعیه علماوو شورا مرستیال وايي، د ایران اسلامي جمهوریت مرحوم ولسمشر له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د دغه هېواد سړې اړیکې له منځه یووړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د شعیه علماوو شورا مرستیال استاد محمد اکبري نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال سره په مرکه کې و ویأ: د ایران د مرحوم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او ملګرو د شهادت له امله د ایران د مشرتابه معظم مقام، د ایران مسلمان او دوست ملت او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم.

استاد اکبري زیاته کړه، آیت الله سید ابراهیم رییسي، د دیانت او اخلاقو له پلوه د روحانیونو او سیاستوالو تر منځ یو بې جوړې شخص وو، هغه یو روحاني سیاستوال، یو مجاهد عالم او یو ژمن انقلابي کس وو.

هغه څرګنده کړه: آیت الله رییسي پر هغه لار تګ کاوه چې د ایران اسلامي جمهوریت د مشر خوا ټاکل کېده او د هغه ټوله هڅه دا وه، چې څه ډول د ایران د خلکو ستونزې حل یا کمې کړي او په ورته وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښودونکي او د رهبرۍ مقام د مبارزاتي لیکې په لومړي سر کې یې د ولسمشر دنده په بېلا بېلو برخو کې په ښه توګه تر سره کړه او ډېرې هڅې یې وکړې.

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مرستیال څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر له نظره د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې یو عبادت ؤ او په دې توګه د اسلام او مسلمانانو د خدمت په لاره کې د الله جل جلاله د رضا او تقدیر په خاطر په هوايي حادثه کې شهادت ته ورسېده.

استاد اکبری وویل: آیت الله رییسی په اسلامي او قرآني ارزښتونو ژور باور درلود او په دې لاره کې مخلص وو، د ایرانی ټولنې د اسلامي کولو او هوساینې لپاره یې ډېر کار وکړ او د ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم بریالی شو.

د افغانستان د شیعه علماوو د شورا مرستیال څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت مرحوم ولسمشر له خپلو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د دغه هېواد د سړو اړیکو په له منځه وړلو بریالی شو او دغه تعلقات یې د ملګرتیا، ښه والي او همکارۍ په لور وخوځول او هڅه یې وکړه، چې له ځینو اسلامي هېوادونو سره اړیکې ګرمې شي او که باور مات شي، باید ورغول شي.

اکبري دې ته په اشارې سره چې ایت الله رییسي د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کې د میلیارډونو خلکو غوږونو ته د اسلام او مسلمانانو غږ ورساوه زیاته یې کړه: ایت الله رییسي له اسلامي او قرآني ارزښتونو سره خپله ژمنتیا او ژوره علاقه څرګنده کړه او د خدای کلام ته یې نړۍ کې وده ورکړه.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان، د تبریز د جامع امام سید علي آل هاشم او د ختیځ آذربایجان ولایت والي په ختیځ آذربایجان کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې شهیدان شول.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .