مرحوم رییسي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړې وې، تمه ده دغه اړیکې همداسې پاتې شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د مرحوم ولسمشر د تعزیت په کتاب کې د لاسلیک کولو سره و ویل: رییسي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړې وې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ چهارشنبې د غبرګولي ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران سفارت ته ورغلی او د دغه هېواد د ولسمشر سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان، د تبریز د جامع امام آیت الله آل هاشم او د ختیځ آذربایجان د والي ملک رحمتي د شهادت له امله یې د تعزیت په کتاب کې لاسلیک وکړ.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال و ویل: اسلامي امارت او د افغانستان خلک په دې لوی غم کې د ایران اسلامي جمهوریت له خلکو سره ځان شریک بولي.

مولوي عبدالکیبر د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي د تغزیت په کتاب کې لاسلیک هم وکړ.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال زیاته کړه: د رییسي روح دې ښاد وي، له اسلامي امارت سره یې ښې اړیکې ټینګې کړې وې، تمه ده چې له دې وروسته هم د افغانستان او ایران دوستانه اړیکې لا ټینګې شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بېلا بېلو پاړیکو، لکه عامو خلکو، دولتي کسانو، سیاسیونو، د پوهنتون استادانو او نورو ټولو د بېلا بېلو لارو د ایران ملت او دولت ته د خواخوږۍ او ډاګیرنې څرګندونه کړې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .