کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د فلسطین د مقاومت خوځښت یا حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوي نن چهارشنبې د غبرګولي ۲ مه له غرمې وروسته د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود سره لیدنه کې هغه او د ایران ملت او دولت ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
د ایران اسلامي انقلاب سترلارښود په دغه لیدنه کې د فلسطین د ملت په ځانګړې توګه د غزې د خلکو له خواخوږۍ مننه وکړه ښاغلي نهیه ته یې د هغه زامنو د شهادت مبارکي ورکړه او د حماس دفتر د رییس صبر یې وستایه.
حضرت آیت الله خامنه ای د غزې د خلکو فوق العاده مقاومت ته چې د نړیوالو د حیرانتیا سبب شو په اشارې و ویل: چا دا فکر کاوه چې یوه ورځ به د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونه کېږي او د فلسطین بیرغ به رپېږي او چا دا باور کاوه چې یوه ورځ به په جاپان کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې په فارسي زبه دا شهار« چې مرګ پر اسرائیلو» ورکول کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ: په نېږدې راتلونکې کې ښايي د فلسطین د قضیې په اړه داسې پېښې رامنځ ته شي، چې نن پرې باور نه شي کېدای.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د حضرت موسی (ع) له مور سره د خدای تعالی د دوو ژمنو د پوره کېدو په هکله د قرآن کریم آیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: اوس د فلسطین له ولس سره د خدای تعالی لومړۍ وعده پوره شوه او هغه د فلسطین بریا ده،ؤ د غزې خلک چې یوه کوچنۍ ډله ده، د لویې ډلې په وړاندې او امریکا، ناټو، انګلستان او ځینې نور ځواکمن هېوادونه.
هغه ټينګار وکړ، چې د الله ج دویمه وعده د صهيونېسټ رژيم له منځه تلل هم د پوره کېدو په حال کې دي او د الله ج په فضل سره به هغه ورځ راشي، چې فلسطين به له «بحر» څخه تر «تهر» پورې جوړ شي.
ایت الله خامنه ای ټینګار وکړ: ښاغلی مخبر چې د اساسی قانون له مخې د هېواد د اجرایی چارو مسوول دی، د فلسطین په اړه د مرحوم ولسمشر سیاستونه او دریځونه به په هماغه انګیزه او روحیه سره وپالي.
د پیغام پای/
Your Comment