د ایران اسلامي انقلاب ستر لارښود ته د تسلیت په پار د بېلا بېلو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو لیدنه

کابل- ایرنا- د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران او لوړ پوړي چارواکي چې د ایران د مرحوم ولسمشر د جنازې خاورو ته سپارلو مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته ورغلي، د ایران اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره د ډاډګیرې په موخه لیدلي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي او ورسره ملګرو د شهادت په ترڅ کې د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني نن له غرمې وروسته د ایران اسلامي انقلاب له سترلارښود په لیدنه کې د دغه هېواد د دولت او ملت له خوا د دغه سترې ضایعې له امله حضرت آیت الله خامنه ای او د ایران ملت ته تسلیت و وایه.

سوډاني په دغه لیدنه کې د ایران اسلامي انقلاب ستر رهبر ته په خطاب کې و ویل: په دغه ویرجونو شرایطو کې د حضرت عالي حضور ته راغلم تر څو د عراق د دولت او ملت د خواخوږۍ او ډاګیرې پیغام د ایران دولت او ملت ته وړاندې کړم.

هغه زیاته کړه: هغه څه چې موږ د ایران د شهید ولسمشر ښاغلي رییسي څخه لیدلي، له صداقت، اخلاص، پاکۍ، کار، هڅو او خلکو ته له خدمت پرته بل څه نه وو.

د ایران اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه ای ایران ته د عراق د لومړي وزیر د سفر او خواخوږۍ څخه مننه وکړه ویې ویل: موږ یو وتلی شخصیت له لاسه ورکړی دی، ښاغلی ولسمشر یو ښه ورور او یو با استعداده، با کارنده، مخلص او جدي چارواکی وو.

په ورته وخت کې د ارمنستان لومړی وزیر پاشینیان له غرمې وروسته د ایران اسلامي انقلاب ستر لارښود، دولت او ملت ته د ارمنستان د دولت او ملت د همدردۍ پیغام اعلان کړ.

په دغه لیدنه کې ایت الله خامنه ای د ارمنستان د لومړی وزیر د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د ایران او ارمنستان تاریخی او جغرافیایی مشترکاتو او ګډو ګټو ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د اړیکو په ستراتیژیک ماهیت باندې ټینګار ته اشاره زیاته کړه: د ملګرتیاو په پراخولو زما ټینګار د اړیکو د سټراټیژیک ماهیت پراساس دی، خو مهمه خبره دا ده چې د ایران او ارمنستان اړیکې مخالفان لري او په دې اساس باید د دواړو هېوادونو د اړیکو مسایل په دقت او څار سره تر سره شي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ایرنا د خبر له مخې د نړۍ د څه باندې پنځوسو هېوادونو چارواکو د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د جسد د احترام لپاره تهران ته سفر وکړ.

د پیغام پای/

۰ Persons

Your Comment

You are replying to: .