AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲ ۹:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85485837
T T
۰ Persons

د سرپرست دولت د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه توشیح شوه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲ ۹:۵۲
News ID: 85485837
د سرپرست دولت د ۱۴۰۳ کال مالي بودجه توشیح شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د اسلامي امارت د مشر له خوا د ۱۴۰۳ مالي کال د بودجې د توشیح خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې د غبرګولي ۲ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال بودجه د سرپرست دولت د مشر ملا هبت الله اخند له خوا تر هر اړخیزه څېړنې وروسته توشیح شوه.

مجاهد لیکلي: د سږ کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او دغه راز سږ کال هم مالي بودجه د تېر کال په څېر د هېواد د داخلي عوایدو څخه چمتو شوې ده.

د سرپرست دولت ویاند وویل: د مالیې وزارت به د تېر په څېر سږ کال هم ملي بودجه په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د بشپړ شفافیت په پام کې نیولو سره به د روان مالي کال په (عادي او پرمختیايي) برخو ته هم رسېدنه وشي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .