AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱ ۱۶:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85485364
T T
۰ Persons
د پنجشر ولایت له کانونو په لومړي ځل یاقوت وپلورل شول

کابل- ایرنا- د پنجشېر ولایت له کانونو لاس ته راغلو یاقوتو لومړنی محصول د مزایدې په یو لړ مراسمو کې وپلورل شول.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست نن سه شنبې د غبرګولي اوله اعلان کړی دی، چې پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ له کان څخه تازه یوه جعبه یاقوت تر لاسه شوي دي.

د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري د یاقوت د محصول په لومړی مزایده مراسمو کې و ویل، چې دغه یاقوت د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بیه په یوه ملي سوداګر وپلورل شول.

د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رييس وويل، چې د څېړنو پر بنسټ په دغه ولايت کې د یاقوتو لس کانونه تثبیت شوي، چې په يو يې عملاً کار کېږي او درېيو کانونو هم د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .