د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو بیرغ او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو بیرغونه نن سه شنبې د غبرګولي اوله د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي او ورسره ملګرو د شهادت له امله په جینوا کې نیم ځوړند شول.
پرون هم د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړو، د سمندري نړیوال سازمان او په ویانا کې د اټمی امنیت په کانفرنس کې ګډون کونکو د ایران د شهیدانو په درناوي یوه دقیقه چوپتیا وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت اتم ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسي خادم الرضا(ع) د یکشنبې د غوايي ۳۰ مه د «قز قلعه سی» د اوبو بند د پرانیستلو له مراسمو وروسته د تبریز ښار په لور روان وو، چې د آذربایجان ولایت د ورزقان په سیمه کې یې چورلکه ولوېده او د خپلو ټولو ملګرو سره یو ځای د امام رئؤف علی بن موسی الرضا (ع) د پیدایښت په ورځ د شهادت مقام ته ورسېدل.
د تبریز د مذهبی فقهې استازی او امام ایت الله ال هاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ختیځ آذربایجان ولایت والي ملک رحمتي، د ولسمشر د محافظت د قطعې قومندان سردار سید مهدي موسوي، د ولسمشر یو ساتونکی او د چورلکې عمله په دغه پېښه کې شهیدان شول.
د پیغام پای/
Your Comment