کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غبرګولي اوله په یوه خبرباڼه کې اعلان کړی دی، چې د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت N I U او د ۲۱۹ عمرثالث فرقې د پرسونل په همکارۍ له ۸۳۸ جرېبه ځمکې کوکنار پاک کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولایت کې ۲۵۶ جریبه په جرایم ولسوالۍ، ۱۸۲ جریبه په ارګو ولسوالۍ، ۱۲۶ جریبه په درایم ولسوالۍ، ۳۷ جریبه په کشم ولسوالۍ، ۴۷ جریبه په یفتل بالا ولسوالۍ او ۱۷ جریبه په یفتل پایان ولسوالۍ، په تاشکان ولسوالۍ کې ۴ جریبه، په خاش ولسوالۍ کې ۴ جریبه او په فیض اباد ښار کې ۱۶۹ جریبه ځمکه د کوکنارو څخه پاکه شوې ده.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت د مشر ملابت الله اخندزاده د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو له کښت او له منځه وړلو سره جدي مبارزه روانه ده.
د پیغام پای/
Your Comment