کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سپورټ او بدني روزنې عمومي ریاست نن سه شنبې د غبرګولي اوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ۱۰ ټیمونو تر منځ د کرکټ سیالۍ د کرکټ د استازولی او د نورستان ولایت د بدنې روزنې آمریت په همکارۍ چې دوه اونۍ وړاندې د دغه ولایت په مرکز پارون کې په لار اچول شوې وې، د سرپل ولایت د پشکی لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: د دې سياليو په پاى لوبه کې چې د پشکي سرپل او ويکينګ ترمنځ لوبه وشوه؛ د پشکي ټيم د دې سياليو اتلولي وګټله.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په لسم اوور کې د ویکینګ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۸ منډو هدف وټاکه او د پشکي سرپل لوبډلې د لوبې په لسم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره مخالفې لوبډلې ته ورکړل شوی هدف پوره کړ او د دریو ویکټو په توپیر سره اتل شو.
د پیغام پای/
Your Comment