AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱ ۱۱:۲۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85484791
T T
۰ Persons
د افغانستان سیاسي استازولیو د ایران له معظم مشر او خلکو سره خواخوږي ښودلې

کابل- ایرنا: د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او ورسره ملګرو د شهادت له امله چې د یوې چورلکې د لوېدو پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړ، د افغانستان سیاسي استازولیو د ایران له ملت سره خواخوږي ښودلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په سوییس کې د افغانستان سفارت او استازولی نن سه شنبې د غبرګولي اوله پر خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي: د افغانستان د سیاسي او قونسلي همغږیو استازولۍ په ایران کې د یکشنبې ورځې د غمجنې پېشط له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

په پیغام کې همداراز راغلي، د افغانستان سیاسي پلاوي د چورلکې د غمجنې پېښې له امله چې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حسین امیرعبداللهیان او د هغوی ملګري پکې سپاره وو، تسلیت وايي، د ایران دوست او ورور ملت، د اسلامي جمهوریت مشرتابه، دولت او د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.|

د افغانستان سیاسی نمایندګانو په دغه پیغام کې زیاته کړې: د خدای تعالی له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د فردوس جنت او د ایران اسلامی جمهوریت ملت او دولت ته د صبر او زغم غوښتنه کوو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .