AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱ ۱۱:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85484736
T T
۰ Persons
د ایران معظم رهبر او ملت ته د افغانستان د شعیه علماوو د ډاډګیرنې پیغام

کابل- ایرنا- د افغانستان د شعیه علماوو شورا د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د شهادت له امله د ایران اسلامي انقلاب مشر او ملت ته تسلیت ویلی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د شعیه علماوو شورا دوشنبې د غوايي ۳۱ مه ناوخت په یوه پیغام کې ویلي، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړه چې په یوه زړه بوږنوونکې هوايي پښه کې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز جامع امام آیت الله آل هاشم، د تبریز والي مالک رحمتي او ورسره ملګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د شیعه علماو شورا د دغې سترې غمیزې په مناسبت د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای، د ایران مسلمان ملت او وروڼو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوی، د شهیدانو کورنیو او د ایران شریف ملت ته د زړه صبر او اجر دی.

د شیعه علماوو د شورا په پیغام کې راغلي: که څه هم دغه پیښه ستره او ټکان ورکونکې ده، خو په تېره بیا د ایران ستر ملت وښودله چې دغه شان پیښې به د دغه هېواد په مدیریت او اعتبار باندې هېڅ اغیزه ونه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .