کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د حقیقي او حقوقي شخصیتونو د تسلیت په دوام عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور او محمد اسماعیل خان هم د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر د شهادت په مناسبت د تسلیت او خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او د ایران له حکومت او ملت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
سیاف چې د افغانستان له جهادي رهبرانو څخه دی، په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د چورلکې د نسکورېدو دردونکې او غمجنه پیښه چې په پایله کې یې پخپله ولسمشر او د هغه ملګري خپل ژوند له لاسه ورکړ، یو ژور تاثر او خپګان په موږ بدل شوی دی. انا لله وانا الیه راجعون
سياف زياته کړه: په داسې حال کې دعا کوو چې لوى خداى (ج) دې ټولو ته په خپل رحمت کې ځاى ورکړي او غمجنو کورنيو او د هغوى ټولو ژوندي پاتې شويو او د ګاونډي هېواد او زموږ د دوست او ورور ايران ستر دولت او ملت ته د صبر او لوی اجر غواړو الله ج په خپل لویوالي زموږ ګران ایران د دې ډول غمجنو او ورته پیښو له تکرار څخه وساتي، موږ له خپلو ایراني وروڼو سره په دې غم کې شریک یو.
د افغانستان د اسلامي جمعیت مشر عطاء محمد نور هم په خپله اېکس پاڼه یو پیغام خپور کړی ویلي یې دي: د ایران اسلامي جمهوریت جلالتمآب ولسمشر او لوړ پوړو چارواکو د سپرلۍ د څرخي د حادثې د خبر له لومړۍ شیبې دا پیښه مو د اندیښنې سره تعقیب کړه.
هغه زیاته کړې، تمه کیده چې جلالتمآب ولسمشر او ورسره ملګری به یې په ښه صحت بیرته راستون شي، خو له بده مرغه وروسته خبر شو چې په دغه غمجنه پیښه کې د ایران جلالتماب ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي شهیدان شوي دي، دغه پېښه د افغانستان د اسلامي جمعیت او خلکو د ژوره خواشینۍ سبب شوې ده.
د عطا محمد نور په پیغام کې راغلي دي: ایت الله سید ابراهیم رئیسي او امیر عبداللهیان ګران او با نفوذه شخصیتونه او په عین حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت خدمتګاران وو چې د نظام او خلکو په خدمت کې وو او له شک پرته د هغوي شهادت یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
نور زیاته کړې: د افغانستان او ایران خلکو د خپل اوږده تاریخ په اوږدو کې په خپل کلتوري، مذهبي او ژبني یووالي سره د یو بل په خوښیو او غمونو کې شریک پاتې شوي او موږ د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه توب کوو مننه او موږ د دواړو هېوادونو غم یو ګډ غم ګڼو او موږ یې په ژوره توګه اغېزمن یو.
نوموړي ویلي، د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د فردوس جنت دعا کوو او د اسلامي جمعیت له رهبرۍ او غړو په استازي توب د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب ایران اسلامي جمهوریت ستر رهبر، دولت او ملت سره شریکوو.
د هرات پخواني والي محمد اسماعیل خان هم په ایران کې د پرونۍ غمجنې پیښې له امله چې په نتیجه کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او د هغه د ملګرو په شهادت ورسېد، خواشیني څرګنده کړې.
هغه زیاته کړې: له پرون راهیسې په ایران کې له هوایې حادثې وروسته نن سهار ما د دغه هېواد د ولسمشر په شمول د ایران د لوړ رتبه چارواکو د شهادت خبر واورېد چې د ژورې خواشینۍ سبب شو.
د پیغام پای/
Your Comment