اسلامي امارت او ټول افغانان غمجن او خواشیني دي/ د ایران د خلکو تر څنګ یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت رئیس الوزرا وايي: اسلامي امارت او ټول افغانان د ایران د ولسمشر د شهادت له امله په ژوره توګه غمجن او خواشیني دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند نن دوشنبې د غوايي ۳۱ مه په یوه پیغام کې ویلي: په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړه، چې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز د جمع امام حجته الاسلام سید علي آل هاشم او ورسره پلاوي د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

رییس الوزرا وویل: د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پېښه ژور خفه او خواشیني دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې غم کې د ایران له اسلامی جمهوریت او د دغه هېواد له خلکو سره شریک یو او د قربانیانو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

ملا محمد حسن اخند څرګنده کړې: موږ په دې سختو حالاتو کې د ایران له خلکو سره یوو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .