AP ۱۴۰۳ غویی ۳۱ ۸:۲۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85482880
T T
۰ Persons
د ایران د مشهور او انقلابي ولسمشر روح له ستر حق سره پیوسته شو

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت اتم ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي له ټولو ملګرو سره چې پرون یکشنبې د غوايي ۳۰ مه د قیز قلعه سي بند له پرانستې د تبریز ښار په لور په چورلکه کې روان و او د ختیځ آذربایجان ولایت په ورزقان سیمه کې یې چورلکه وغورځېده له ټولو ملګرو سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ سیمه ییزې سرچینې چې لا هم د پېښې په سیمه کې شتون لري د ولمسشر رئیسي او ورسره ملګرو شهادت تایید کړی دی.

د تبریز د مذهبي فقهې استازی او د جمعې امام حجت الاسلام علی ال هاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي، د ولسمشر د محافظت قطعې قومندان سردار سید مهدي موسوي، او د ولسمشر یو ساتونکی په دغه چورلکه کې د ولسمشر ملګري وو.

په دې اړه به داسلامي جمهوريت حكومت په يو ساعت كې بيان جاري كړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .